د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٠٠ اجباري اېستل شویو راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Jan 17 2026 1:46 PM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په رودات، اچین، بټي کوټ، نازیان، پچیرآګام، چپرهار، دوربابا، کوټ او شینوارو ولسوالیو کې ٢٠٠ راستنېدونکو کورنیو ته چې له ایران او پاکستان څخه په اجباري ډول اېستل شوې وې او د یاد ولایت په دې ولسوالیو کې ځای پر ځای شوې دي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٦.٥ لیټره غوړي، یو کیلو مالګه، ١٥ کیلو وریجې، ٤٠٠ ګرامه پاستا، یو کیلو دال، ٤٠٠ ګرامه د چایو پوډر، ٤٠٠ ګرامه فول مدامس، ١٧٠ ګرامه سپینه ټونا ماهی، ٢ پاکټه نخود، ٢ پاکټه لوبیا، یو کیلو غنم، ٤٠٠ ګرامه د ټماټر پیسټ، ٦ کیلو خرما، ٥٠ کیلو اوړه او یو روغتیایي کيټ ووېشل شو.

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ورکولو په پار خوښي څرګنده کړه او له یاد ریاست څخه یې د مننې کولو ترڅنګ د ورته نورو مرستو د کولو غوښتنه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .