په کابل کې د ماین پاکي په چارو کې د همکاري او د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ ولمانځل شوه 

rahyab
Wed, Apr 06 2022 2:17 PM
News

کابل- د وړي ۱۷مه- ۱۴۰۱
محترم الحاج ملا محمد عباس آخند، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نن سهار په یوه غونډه کې چې د ماینونو خطرونو څخه د پوهاوي او د ماین پاکي په چارو کې د همکاري نړیوالې ورځ په مناسبت ترسره شوي وه، وویل: د ماین پاکي مساله د ا.ا.ا له لومړیتوبونو څخه ده. هغه زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په افغانستان کې د ماین پاکي پروګرام په برخه کې همکار او ژمن دی او تمه لري چې ډېر ژر به افغانستان له ماینونو څخه پاک شي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وویل چې د ماینونو پاکول، پرمختګ، هوساینې او بیارغونې ته لاره هواروي.
ورته مهال محترم مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د محترم الحاج ملا عبدالغني برادر د ریاست الوزراء لومړي مرستیال او د پېښو سره مبارزې دولتي عالي کمیسیون رییس پیغام په لوستلو سره وویل: بدبختانه افغانستان څلور لسیزې جنګ تېر کړ چې نه جبرانېدونکي زیانونه او صدمې یې ګاللي دي.
ښاغلي مسلم زیاته کړه: د نورو زیانمنتوبونو ترڅنګ یو یې د ماینونو او ناچاوده توکو خښول دي چې هره ورځ د افغانستان له خلکو څخه قرباني اخلي. هغه وویل چې په ماینونو ککړ شویو سیمو د پاکولو لپاره زمینه برابره شوي ده او د ا.ا.ا هم په دې برخه کې د هراړخیزې همکاري لپاره ژمن دی او په دې برخه کې د ملاتړ کونکو هیوادونو د همکاري غوښتونکی شو.
ورپسې قاري نورالدین رستم خیل، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماین پاکي او همغږۍ رییس وویل: د افغانستان د ماین پاکي پروګرام د مرسته کونکو هیوادونو په همکاري سره شاوخوا ۳۳۲۳ کیلومتره مربع ځمکه د ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه کړي ده، خو لاهم ۶۰۶ کیلومتره مربع سیمې ککړې پاتې شوي دي.
ښاغلي رستم وایي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۱۰۲۶ ملکي خلک د ماینونو او ناچاوده توکو له امله وژل شوي او ټپیان شوي دي او افغانستان اوس هم د ماین پاکي په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
ورته مهال د DRC او د هیلوټرسټ دفترونو په افغانستان کې ماین پاکي پروګرام لپاره هیله مندي ښودلي او د یاد پروګرام د بودجوي او مالي ملاتړ په برخه کې خپله ژمنتیا ښودلي.
د غونډه په پای کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، ماین پاکونکو ته د ستاینلیکونو په وېشلو سره د هغوۍ له کړونو څخه ستاینه وکړه.
NewsNews pic

Latest news

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .