د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استنادي دېوال جوړېدو له کار څخه څارنه وکړه
د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تخنیکي ټیم د تګاب ولسوالۍ د شینکي کلي د صاحبزادهګانو په سیمه کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.
دا استنادي دېوال ۴۲ متره اوږدوالی، ۱.۵ متره پلنوالی او ۳ متره لوړوالی لري، چې د سیمې د اوسېدونکو د سر او مال د خوندیتوب او د احتمالي زیانونو د کمولو په موخه جوړېږي.
د پروژې چارې د تخنیکي معیارونو له مخې روانې دي او د یاد ریاست د تخنیکي ټیم له لوري یې په دوامداره توګه څارنه کېږي. د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له هڅو څخه یې مننه وکړه.
نېټه:۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
