۱۶۸ سېلاب ځپلې کورنۍ په میدان وردګ ولایت کې له خوراکي او غیرخوراکي مرستو برخه منې سوې

میدان وردګ- د صفرالمظفر ۲۸-۱۴۴۶
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست، د یاد ولایت جلرېز ولسوالۍ اړوند په سنګلاخ او تکاني سیمو کې ۱۶۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته د محترم مولوي فیض الله جلالي د یاد ریاست مشر او د یادې ولسوالۍ د استازي په شتون کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۱ کارټن شیدې، ۵ تختې کمپلې، ۱ هایجن کېټ، ۲۰ کلچې د لاس منځلو صابن ووېشل شول.
