محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې سرپرست په ننګرهار ولایت کې د وروستیو طوفانونو له امله د شهیدانو پر ورثه نغدي مرستې ووېشلې
ننګرهار- د محرم 11-1446/ د چنګاښ 27-1403
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي, د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست, د محترم مولوي سعید احمد بنوري د ننګرهار ولایت مرستیال, محترم الحاج ملا جانان سایق دادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس, محترم مولوي سیف الله خالد د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس او د رسنیو د استازو په شتون کې په ننګرهار ولایت کی د طوفانونو له امله د لسګونو شهیدانو ورثه ته نغدي پیسې ووېشلې.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست, له خدای ج څخه شهیدانو ته د جنت الفردوس دعا وکړه او د هغوۍ له ورثه سره یې د تسلیت ترڅنګ د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی او د ریاست الوزرا پیغام شریک کړ.
د یادونې وړ ده چې, په ننګرهار ولایت کی د پېښو له امله چی څومره کسان شهیدان شوي و, د هر شهید ورثه ته 100 زره افغانۍ ووېشل شوې.
