۲ میلیونه، ۱۰۴ زره او ۲۰۰ افغانۍ ۲۳۴ اړمنو او بېوزله کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې

ننګرهار- د چنګاښ ۱۴-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د Save the Children موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت دور بابا ولسوالۍ اړوند ۲۳۴ اړمنو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته ۲ میلیونه، ۱۰۴ زره او ۲۰۰ افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې ۱۰۸ کورنیو ته ۱۲۶۰۰ افغانۍ هرې کورنۍ ته، او ۱۲۶ کورنیو ته ۵۹۰۰ افغانۍ هرې کورنۍ ته ووېشل شوې.