په بغلان ولایت کې ۹۵ سېلاب ځپلو کورنیو خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړې

بغلان- د غویي ۳۱مه-۱۴۰۳
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IRC, WOW, IOM, UNICEF, Aslam او IMC موسسو سره په همکاري او همغږي، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۹۵ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰۵۵۰ افغانۍ، ۳ تختې کمپلې، د ګاز ۱ ډبه، د پخلنځي ۱ کېټ، ترپالونه او یو شمېر نور توکي ووېشل شول.