۳۶۸ کورنیو د کورونو ترمیم لپاره په پکتیکا ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې
پکتیکا- د چنګاښ ۲۱مه-۱۴۰۲
د کنسرن موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۳۶۸ کورنیو ته د کورونو ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۲۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
