لغمان ولایت کې ۳۸۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
لغمان- د وږي ۱۴مه-۱۴۰۱
د IOM او UNDP موسسو د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په الینګار، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۸۵ زیانمن شویو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱ باب خیمه، د پخلنځي لوازم، کمپلې، روغتیایي کېټ او یو شمېر نور وسایل ووېشل.


