په ننګرهار ولایت کې د طبیعي پېښو له امله ۶۶۵ زیانمن شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې
ننګرهار- د وږي ۸مه-۱۴۰۱
د WFP موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په اچین، بټي کوټ، چپرهار، ګوشتي، کامه او سپین غر ولسوالیو اړوند ۶۶۵ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه او بسکېټ ووېشل.