په کندهار ولایت کې ۵۱ کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې

کندهار- د چنګاښ ۱۲مه-۱۴۰۱
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست DRC موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت په ارغستان، سپین بولدک، خاکریز، شاه ولیکوت او ارغنداب ولسوالیو کې ۵۱ کورنیو ته چې د کسب او کار زمېنې برابرولو لپاره په لومړي قسط کې ۶۰۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوي وې، یادو کورنیو ته د کسب او کار د زمېنې برابرولو په پار په دویم قسط کې ۲۶۴۰۰ نغدي افغانۍ ووېشلې.
