په پکتیا ولایت کې ۷۰۷ اړمنو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې

پکتیا- د غویي ۲۴مه-۱۴۰۱
د پکتيا ولايت د پېښو سره د مبارزې رياست د پاملرنې موسسې(CARE) سره په همکاري، د یاد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې هغو ۷۰۷ کورنیو ته چې د اقتصادي ستونزو سره مخامخ وې،
د بشپړې سروې وروسته د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په مشرۍ یو شمېر کورنیو ته ۲۳۱۵۰ افغانۍ او یو شمېر نورو کورنیو ته ۱۲۱۱۰ افغانۍ د موظف پلاوي په شتون کې ووېشل شوې.