د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ORCDG موسسې په همکارۍ, د یاد ولایت په کنګ, چخانسور, چهاربرجک, خاشرود او دلارام ولسوالیو او مرکز زرنج ښار کې د طبیعي پېښو له امله ۳۵۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رییس, د ولایت مقام, د اقتصاد ریاست او د موسسې د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته یو باب خیمه, 5 تختې کمپلې او د کور اړین توکو یو کېټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۶/۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره