د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې رییس د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي دفتر او د خوراک نړۍ وال سازمان استازو سره ولیدل
ننګرهار- د غبرګولي ۲۲مه-۱۴۰۲
مولوي سیف الله خالد د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي دفتر او د خوراک نړۍ وال سازمان استازو سره وکتل.
په دې غونډه کې لومړۍ ښاغلي خالد په یاد ولایت کې زیانمن شویو ته د بېرنیو بشري مرستو په برخه کې د ستونزو په هکله معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د دواړو سازمانونو استازو د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې رییس ته د زیانمن شویو لپاره د بېړنیو بشري مرستو وېشلو په برخه کې د بشپړې همکاري ډاډ څرګند کړ.
په پاۍ کې مولوي سیف الله خالد د یادو سازمانونو استازو څخه د مننې ترڅنګ د لا زیاتو بشري مرستو غوښتونکۍ شو.
