د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٤٧ زیانمنونکو کورنیو ته د سون توکي او ژمنۍ البسې ووېشلې

د یو هوکړه لیک له مخې، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ایډ موسسې ترمنځ مخکې لاسلیک شوی و، یادې موسسې د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ, ١٤٧ زیانمنونکو کورنیو ته د یاد ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې د سون توکي او ژمنۍ البسې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته ١١ قلمه ژمنۍ البسې او ١٤٠ سېره لرګي د مسؤلینو په شتون کې ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او مؤسسې څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او هغوۍ ته یې د خیر دعا وکړه.
نېټه: ١٤٤٦/٦/٢٩
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره