د زمري د میاشتې ۲۴مې نیټه د شل کلن اشغال پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د بریا دویمه کلیزه د امارت د بیرغ په پورته کولو سره ونمانځل شوه.
کابل- د زمري ۲۴مه-۱۴۰۲
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ په پورته کولو سره د امریکا او د هغه د متحدینو په وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د بریا دویمه کلیزه پېښو ته د رسېدو په چارو کې دولت د وزیر په ګډون د رییسانو او د دغه وزارت د کارکوونکو په شتون کې ونمانځله.
الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ووېل، هېڅوک حق نه لري چې د انسانانو آزادي سلب کړي او دا د هر انسان دنده ده چې د ظلم او استبداد پر وړاندې ودرېږي او د خپل ځان او د هېواد د ازادۍ د تر لاسه کولو لپاره د ظالم پر وړاندې مبارزه وکړي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه چې د ناټو ځواکونو په اشغال او زموږ د آزادۍ په سلب کولو سره غوښتل چې موږ خپل غلامان کړي. خو الله تعالی پر مونږ رحم وکړ او د افغانستان مجاهد ولس ته یې دا غیرت او توان ورکړ ترڅو د اشغالګرو پر وړاندې ودرېږي او وطن د اشغالګرو له شر څخه خلاص کړي.
نوموړي په پای کې ووېل چې خدای ج د افغانستان خلکو ته آزادي ورکړي او هر کس په خپله خوښه په آزادۍ سره خپل ژوند پرمخ وړي او هیڅوک د بل چا پر حق تېرۍ نشي کولاۍ، او د لوی خدای څخه د دایمي سولې او د خلکو د غوښتنې او عقایدو پر بنسټ نظام غواړو.