۲۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ په کابل ولایت کې له خوراکي مرستو برخه منې شوې

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۳:۲۴
news image

کابل- د محرم ۱۰-۱۴۴۶/ د چنګاښ ۲۶-۱۴۰۳
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست نن سهار د محترم محمد سلیم حقاني، د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې رییس او د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې د موسسې استازي په شتون کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
محترم الحاج ترابي صاحب د دې مرستو د وېش پر مهال ووېل: چې دغه مرستې د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې د موسسې لخوا د ۲۵۰ کورنیو لپاره چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، تنظیم شوې دي. 
ښاغلي ترابي صاحب د نوموړي موسسې څخه د دغو مرستو په پار د مننې ترڅنګ ووېل: چې دغه مرستې د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي چمتو شوې دي، او په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو وریجې، ۵ کیلو بوره او نیم کیلو شین چاۍ په پام کې نیول شوې ده.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .