۱۶۳ سیلاب ځپلو کورنیو سره په میدان وردګ ولایت کې نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرسته ترسه شوه
میدان وردګ- د زمري ۱۳مه-۱۴۰۱
DRC او IOM موسسو د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو ۱۶۳ کورنیو سره له سروې وروسته د نغدو پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د یادونې وړ ده چې د دغو مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته ۲۸۰۰۰ افغانۍ، صحي کېټونه، د پخلنځي توکي او نور اړین کورني لوازم ووېشل شول.
