۱۶۰ بېوزله او اړمنو کورنیو په خوست ولایت خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

خوست- د سلواغه ۱۵مه-۱۴۰۲
د کامه ریلیف موسسې د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۱۶۰ بېوزله او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو مالګه، ۶ کیلو لوبیا، ۶ کیلو دال، ۶ کیلو بوره، ۱ څادر، ۱ جوړ بوټونه او ۶ جوړه جرابې ووېشل شوې.
