له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډافا ماین پاکۍ موسسې تر منځ د ۳۷۸,۲۰۶ (درې سوه اته اویا زره او دوه سوه شپږ) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس او سرپرست، الحاج مولوي محمد علم عالمیار د افغانستان د ماین پاکۍ موسسې (ډافا) له رئیس محترم الحاج عبدالوحید نوري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې محترمعالمیار صاحب ماینونه او ناچاوده توکي د خلکو پټ دښمن وبلل او د یادې موسسې له اوسنۍ پروژې چې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو په برخه کې پلي کېږي، هرکلی وکړ.
همداراز، د یادې موسسې رئیس، عبدالوحید نوري، د د دې ادارې له همکاریو خوښي وښوده او د اوسنۍ پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل، ټاکل شوې ده چې د کونړ ولایت په دوو ولسوالیو کې په ماینونو ککړې ځینې سیمې پاکې شي او خلکو ته یې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ د ۳۷۸,۲۰۶ (درې سوه اته اویا زره او دوه سوه شپږ) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه. د دې تفاهم نامې له مخې به د کونړ ولایت په دره پیچ او وټهپور ولسوالیو کې ۴,۴۵۷,۶۲۸ (څلور میلیونه، څلور سوه اووه پنځوس زره او شپږ سوه اته ویشت) متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکه شي. همداراز، د سیمهییزو خلکو لپاره به د ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شي او د بېوزله خلکو له لارې به د کرنیزو ځمکو د پیاوړتیا لپاره د اوبو کانالونه هم پاک شي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره