۱۲۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته په کندهار ولایت کې خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشل شوې
کندهار- د کب ۱۶مه-۱۴۰۲
د WFP, Save the children, UNICEF, IOM, UNFPA, او DRC موسسو د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۱۲۲ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته د ژمني توکو کېټونه، ۱۹ کورنیو ته خیمې، ۸ کڅوړې اوړه، ۴ قطۍ غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، ۲ کیلو مالګه، ۹ کیلو د ماشومانو لپاره شیدې، ۳ تختې کمپلې، روغتیایي کېټ، ۱ تخته ترپال، ۱ دانه هایجن کېټ او ۹۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.