پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس د پلټنې عالي ادارې له پلاوي سره چې په پام کې ده د دې وزارت د بېلابېلو برخو به پلټنه وکړي، د خپل کار په دفتر کې وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۵:۴
news image

کابل- د سلواغې ۱۸مه-۱۴۰۲
په دې کتنه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د یو شمېر مرکزي دفترونو رییسانو او د پلټنې ادارې پلاوي ګډون وکړ. 
په پیل کې محترم مولوي عبدالرحمن زاهد پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس د دې وزارت د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه په خبرو سره ووېل چې د دغه وزارت ټولې کاري چارې د ا.ا.ا د قوانینو او مقرراتو او په بشپړ صداقت سره ترسره کېږي.
محترم مولوي صاحب زاهد په اسلام کې د پلټنې د اهمیت په اړه په یادونې سره ووېل چې د دې وزارت ټول مسوولین د پلټنې عالي ادارې د پلوټونکو کاري پروسې ترسره کولو لپاره همکاري کوي او د اړتیا په وخت کې به چې هرڅه لازم وي د هغوۍ په اختیار کې ورکړي.   
ورپسې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ادارې موخو او کاري پروسې په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره ووېل چې د دولتي ادارو پلټنې موخه له چارواکو سره د هغوۍ موخو ته د رسېدو لپاره همکاري او په مالي، اداري، زیربنایي او نورو برخو کې د هغوۍ ستونزو ته د حل لارې رامنځته کول ده.
په پاۍ کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس د مرکزي دفترونو مسوولینو ته لارښونه وکړه چې د پلټنې عالي ادارې پلټونکو سره همکاري وکړي او د پلټنې عالي ادارې مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ چې شخصآ په خپله به له دې پروسې څخه څارنه وکړي.

news image

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .