د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP او IOM په ملاتړ، د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، د خوړو نړیوال پروګرام له لوري، هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو دال، ۱۸.۲ لیټره غوړي، ۲ کیلو مالګه او د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري، هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، د پخلنځي یوه بسته، یوه تخته فرش، یو جارو، ۳ عدد د اوبو بشکې، ۲ تختې ځان پاک، ۱۰ کلچې صابون او د یونیسیف اړوند د حفظ الصحې یوه بسته ووېشل شوه.
همدا راز، د یادونې وړ ده، چې هغو ۶ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري هرې کورنۍ ته یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
