په پنجشېر ولایت کې د سیلابي لارو او کرنیزو کانالونو د پاکولو پروژه پرانیستل شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۱:۴۸
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د شتل ولسوالۍ څخه د سیلابي لارو، کرنیزو کانالونو او د زیانمنو شویو سړکونو پاکولو د پروژې کار پیل کړ. دا پروګرام به په څو پړاوونو کې د پنجشېر ولایت په ټولو ولسوالیو کې پلي شي.

د دې پروژې د پلي کېدو په موخه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري درې عرادې JCB اسکواټور ماشینونه پنجشېر ولایت ته لېږل شوي دي. دغه ماشینونه به د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله رامنځته شوې خټې، شګې، ډبرې او نور رسوبات له سیلابي لارو، کرنیزو کانالونو او زیانمنو شویو سړکونو څخه پاک کړي. همدارنګه، د اړینو تخنیکي اقداماتو په ترسره کولو سره به د اوبو د قدرتي جریان لاره بېرته ورغول شي او د راتلونکو احتمالي سیلابونو د خطرونو د کمولو زمینه به برابره شي.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیلابي لارو د بندېدو خطر د پام وړ راکم شي، د ولسوالیو مواصلاتي لارې به خوندي شي او د سیمې د اوسېدونکو تګ راتګ به په لا اسانه توګه ترسره شي. سربېره پر دې، د سیلابي لارو په شاوخوا کې کرنیزې ځمکې، عامه المنفعه تأسیسات او د خلکو استوګنیز کورونه به د احتمالي سیلابونو له خطرونو او زیانونو څخه خوندي پاتې شي.

د شتل ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پاملرنې او همکاریو څخه یې مننه وکړه. هغوی د دې پروګرام پلي کېدل د قدرتي پېښو د خطرونو په کمولو او د خلکو د ځان او مال په ساتنه کې یو اغېزناک ګام وباله.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .