په ننګرهار ولایت کې ۱۵۸ زیانمن شویو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار- د وږي ۱۷مه-۱۴۰۱
د IOM موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله ۱۵۸ زیانمن شویو کورنیو ته غیرخوراکي توکي ووېشل.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته کمپلې، فامیلی کیټ، د کور جوړولو وسایل، خیمه، فرش، ترپال او یو شمېر نور وسایل شامل و.


