په ننګرهار ولایت کې ۱۲۷ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
ننګرهار- د لړم ۲۶مه-۱۴۰۱
د RRAA ادارې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت کوټ ولسوالۍ په شایسته خیل، مریم خیل، بندوک، عمرخیل او پرشاخیل کلیو کې د ۱۲۰۰۰ متره کانالونو د پاکولو چارې پیل شوی، چې له امله یې ۱۲۷ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه، او یاد شمېر کسانو ته به د ورځې شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ د کار په بدل کې ورکړل شي.