په میدان وردګ ولایت کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ترسره شوې
میدان وردګ- د وږي ۴مه-۱۴۰۲
د HHRD موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو بوره، ۱۰ لیټره غوړي، ۱ دانه پلاستیکي سطل، ۱ تخته کمپله او یو شمېر نور توکي ووېشل.