ننګرهار ولایت کې ۸۰۰ زیانمن شویو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د وږي ۳مه-۱۴۰۱
د WFP موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت بیلابیلو ولسوالیو اړوند ۸۰۰ کورنۍ، چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې له سروې وروسته ۲۵۹ فامیلونه د جلال اباد ښار د مختلفو ناحیو، حصارک ۳۰ فامیلونو، مهمندری۲۹، شینواری ۵۸، بټی کوت ۳۵۶ فامیلونه، ۴۲ فامیلونه د کوټ اړوند دي چي هرفامیل ته ۱۰۰ کیلو ګرامه وریجی، ۱۰ لیتره غوړی، ۱۲.۵ کیلو ګرامه دال، ۱ کیلو ګرام مالګه او بیسکټ ووېشل همدارنګه ۲۶ فامیلونه چي د اچین ولسوالی مربوط و د دوو میاشتو خوراکی مواد ورته وویشل شول او هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو ګرامه وریجی، ۲۰ لیتره غوړی، ۲۵ کیلو ګرامه دال، ۲ کیلو ګرامه مالګه او بیسکت شامل دی.