له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کابل–جلال‌اباد لویې لارې ته د ښویېدو په حال کې د غره د یوې برخې د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۴
news image

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په داسې حال کې چې د ننګرهار والي، محترم الحاج ملا ګل محمد (حاجي کاکا)، د لغمان د ولایت مرستیال، محترم مفتي محمد یوسف جمال‌زی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري خیرمحمد غازي، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري داد محمد حسيني، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس، محترم حافظ محمد یوسف حماد، د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رئیس، محترم قاري نورالدین رستم‌خیل، د ادارې انجنیرانو او د هستوګنې لپاره د آغاخان بنسټ تخنیکي مسوولینو ، د CWSA مؤسسې استازو او د نورو مختلفو ادارو رئیسانو شتون درلود د لغمان ولایت د قرغه‌یي ولسوالۍ په دیم کاسي سیمه کې د ښویېدو په حال کې د غره له سیمې څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

محترم ترابي صاحب له مسؤلینو سره په غونډه کې وویل، چې موږ زیانمنو کسانو ته د رسېدنې ترڅنګ د وقایوي پروژو پلي کولو ته لومړیتوب ورکړی، ځکه چې دا د خلکو د ځان او مال د ژغورنې تر ټولو اغېزناکه او اقتصادي لاره ده.

د یادې سیمې له ارزونې وروسته د ادارې لوی رئیس، د ننګرهار والي او اړوندو مسوولینو سره د سلا مشورو پر مهال وویل چې د غره دغه برخه د مسافرو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي او باید د دې برخې د وېجاړولو چارې په بیړني ډول پيل شي. نوموړي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د لارې د ډېر تګ راتګ له امله باید د غره د ویجاړولو کار په چټک او منظم ډول پرمخ یووړل شي، څو د مسافرو لپاره ستونزې رامنځته نه شي.

د یادونې وړ ده، چې د غره د یادې برخې د ویجاړولو کار به د سه شنبی په ورځ په بشپړ خوندیتوب سره عملاً پیل شي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۲۹ تنه شهیدانو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۲
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۶ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په تشکان ولسوالۍ کې ۹۶ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM سازمان، WFP دفتر او واک او اکټیډ مؤسسو په ملاتړ، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او ناحیو کې د وروستیو ورښتونو له امله ۵۶ زیانمنو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .