د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
news i mage

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په همکارۍ د قدرتي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب په موخه، د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په څلورو بېلابېلو سیمو کې د استنادي دیوالونو د جوړولو پروژې بشپړې کړې او رسمآ یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

دغه پروژې د دیارلس میلیونه او اووه لکه او پنځوس زره (۱۳٫۷۵۰٫۰۰۰) افغانیو په ټولیز لګښت پلې شوې، چې په ترڅ کې یې د خواجه ګلبید په سیمه کې، د ۱۳۰ متره په اوږدوالي او ۴ متره لوړوالي یو استنادي دیوال، د دوآب سفلي په سیمه کې، د ۳۲۷ متره په اوږدوالي او ۳.۵ متره لوړوالي یو استنادي دیوال، د خلاوک سفلي په سیمه کې د ۱۴۵ متره په اوږدوالي او ۴.۸ متره لوړوالي یو استنادي دیوال او د خلاوک نورزایي په سیمه کې د ۳۶۵ متره په اوږدوالي او ۳.۸ متره لوړوالي یو استنادي دیوال جوړ شوی دی. د دغو استنادي دیوالونو جوړېدل به د سېلابونو د خطرونو په کمولو، د کرنیزو ځمکو د محصولاتو د ویجاړېدو په مخنیوي، د عامه تأسیساتو په ساتنه او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د خوندیتوب په رامنځته کېدو مهم رول ولوبوي.

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو پروژو د پلي کولو له پیل څخه تر بشپړېدو پورې د پروژې د کار بهیر له نږدې څارلی او د پروژې کیفیت یې د ډاډ وړ بللی دی. 

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ، چې په راتلونکې کې به هم د ملي او نړیوالو همکارو ادارو په همغږۍ د ولایت په نورو زیان‌منونکو سیمو کې ورته وقایوي پروژې پلې کړي، ترڅو د قدرتي پېښو خطرونه راکم او د خلکو د ځان او مال ساتنه لا پیاوړې شي.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .