د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ.
یاد کانال د وروستیو سیلابونو له امله له خټو او رسوباتو ډک شوی و، چې د اوبو اصلي جریان یې له ستونزو سره مخ کړی او د سیمې اوسېدونکو ته یې ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې. د همدې ستونزو د حل په موخه، د کانال د پاکولو او کیندنې چارې په بېړني ډول پیل شوې.
دا پروژه د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۱.۵ متره په پلنوالي پلي کېږي، چې موخه یې د اوبو د بهیر ښه تنظیم، د احتمالي سیلابونو د خطر د مخنیوي او د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو کمول دي. د پروژې په بشپړېدو سره به د اوبو د تېرېدو ظرفیت لوړ، د کانال د بندېدو خطر کم او له دې امله رامنځته کېدونکي زیانونه به د پام وړ راټیټ شي.
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د یادې پروژې د کار د پیل پر مهال په سیمه کې شتون درلود او د پروژې پر معیاري، باکیفیته او چټک تطبیق یې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خلکو د ستونزو د هواري او د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
