له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د غور ولایت له ځایي اوسېدونکو او قومي مشرانو سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۲:۴۶
news image

تېره ورځ، سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، غور ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د هدایت له مخې، چې د اسلامي امارت وزیران دې ولایتونو ته سفرونه کوي، له خلکو سره دې  له نږدې څخه لیدنې کوي, او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه دې له نږدې څخه اوري، د یاد ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالی، پسابند، تیوره، دولینه ولسوالیو او مرکز فیروز کوه ښار کې له قومي مشرانو، سیمه‌ییزو متنفذینو او یو شمېر ځایي خلکو سره تر کتلو وروسته د دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو له مختلفو قومي مشرانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې، چې د یو شمېر بانفوذه ټولنیزو شخصیتونو او سیمه ییزو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه، خلکو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیانمنتیا، د مرستې وسایلو د کمښت، د بحراني موسمونو لپاره د ښه چمتووالي، او د خدماتو د وړاندې کولو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د خلکو له ګډون څخه مننه وکړه او ویې‌ویل چې یاد ولایت ته یې د سفر اساسي موخه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغام پلي کول دی، چې له مخې یې باید له خلکو سره مستقیمې اړیکې ونیول شي او د هغوی ستونزې واورېدل شي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه لارښوونه روښانه ده: موږ باید د خلکو تر منځ واوسو، د هغوی غږ واورو، او د اړوندو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ د دوی اړتیاوو ته رسېدنه وکړو.
ترابي صاحب ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د غور له خلکو سره د زیانمنتیا کچې راکمولو، د بشري مرستو برابرولو، او د طبیعي پېښو پر وړاندې د سیمه ییزو وړتیاوو د لوړولو په برخه کې همکاري ته ژمنه ده. 
ورته مهال, قومي مشرانو هم د یادې ادارې د سرپرست د سفر هرکلی وکړ، دا ډول لیدنې یې ګټورې، هڅوونکې او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د خلکو پر وړاندې د پاملرنې نښه وبلله، او له مسؤولینو سره یې د مستقیمو اړیکو د دوام غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې، دواړو لوریو د همکاریو پر پیاوړتیا، د طبیعي خطرونو پر وړاندې د چمتووالي د لوړولو، او د دې ډول مشورتي غونډو پر دوام ټینګار وکړ. همداراز, ترابي صاحب د تیوره ولسوالی له خلګو سره د یو میلیون افغانیو په لګښت د درېیو کوچنیو پروژو پلي کولو ژمنه وکړه.   

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په لارښونه د لوګر ولایت سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او زیانمنو ته د رسېدنې لپاره یې د مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ

نن سهار د سې شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو له رئیس، محترم حافظ محمد یوسف حماد سره یو ځای، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۳۱
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو سېلابونو له امله ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت په مرکز پل علم او محمد آغه ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو په راتلو سره, د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۳۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ۳۰ تنه کارکوونکو لپاره د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د ځواب وینې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ادارې د ۳۰ تنه کارکوونکو لپاره د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د ځواب وینې درې ورځنی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .