له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست د IOM مؤسیسې دراغلي پلاوي سره وکتل
نن له غرمې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د خطرونو کمولو مسؤل محترم اشرف السحام او د اړیکو مسؤل محترم عبدالوارث القاسم سره وکتل او خبرې یې وکړې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ترابي صاحب ووېل چې د IOM مؤسسه د نورو ادارو ترڅنګ یوه له هغو ادارو څخه ده چې له موږ سره یې ډېره همکاري کړې ده او موږ خوښ یو چې هرې مؤسسې ته چې په هره برخه کې په هیواد کې فعالیت کوي ډېرې اسانتیاوې برابرې کړو او د دوی کارونه ژر تر ژره ترسره کړو.
ترابي صاحب همدارنګه وویل چي هغه سیمي دخطر سره مخ دي د وقایوي پروژو د پلي کولو په برخه کې یادو مسؤلینو ته ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه ترتیب کړي دي او تاسو ته یې درکوو ترڅو د امکان تر حده پروژې د همدغو لومړیتوبونو له مخې پلي کړئ.
په همدې حال کې د IOM موسسې د خطرونو د کمولو مسئول د خطر کمولو په برخه کې د خپلو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې موږ په دوو برخو کې کار کوو، یو د استنادي او ګابیوني دیوالونه جوړول دی او همدارنګه په زیانمنو سیمو کې خلکو ته ورکشاپونه وړاندې کول دي، ترڅو هغوی وپوهوو چې په بېړنیو حالاتو کې څنګه عمل وکړي، او د ورکشاپونو تر پای ته د رسېدو وروسته هغوی ته د لومړنیو مرستو اړین وسایل هم ورکوو.
نوموړي همدارنګه د ادارې له سرپرست څخه وغوښتل چې د دې ادارې لومړیتوبونه له یادې موسسې سره شریک کړي ترڅو دوی په هغه سفر کې چې ژر به یې د بادغیس ولایت د سروې لپاره سفر وکړي خپلې پروژې د همدغو لومړیتوبونو سره سمې په پام کې ونیسي.
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۲۹ هــ ق
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره