له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست د IOM مؤسیسې دراغلي پلاوي سره وکتل

rahyab
Thu, Oct 03 2024 8:40 AM
news image

نن له غرمې مخکې  له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي  په خپل کاري دفتر کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د خطرونو کمولو مسؤل محترم اشرف السحام او د اړیکو مسؤل محترم عبدالوارث القاسم سره وکتل او خبرې یې وکړې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ترابي صاحب ووېل چې د IOM  مؤسسه د نورو ادارو ترڅنګ یوه له هغو ادارو څخه ده چې له موږ سره یې ډېره همکاري کړې ده او موږ خوښ یو چې هرې مؤسسې ته چې په هره برخه کې په هیواد کې فعالیت کوي  ډېرې اسانتیاوې برابرې کړو او د دوی کارونه ژر تر ژره ترسره کړو.
ترابي صاحب همدارنګه وویل چي هغه سیمي دخطر سره مخ دي  د وقایوي پروژو د پلي کولو په برخه کې یادو مسؤلینو ته ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه ترتیب کړي دي او تاسو ته یې درکوو ترڅو د امکان تر حده  پروژې د همدغو لومړیتوبونو له مخې پلي کړئ.
په همدې حال کې د IOM موسسې د خطرونو د کمولو مسئول د خطر کمولو په برخه کې د خپلو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې موږ په دوو برخو کې کار کوو، یو د استنادي او ګابیوني دیوالونه جوړول دی او همدارنګه په زیانمنو سیمو کې خلکو ته ورکشاپونه وړاندې کول دي، ترڅو هغوی وپوهوو چې په بېړنیو حالاتو کې څنګه عمل وکړي، او د ورکشاپونو تر پای ته د رسېدو وروسته هغوی ته د لومړنیو مرستو اړین وسایل هم ورکوو.
نوموړي همدارنګه د ادارې له سرپرست څخه وغوښتل چې د دې ادارې لومړیتوبونه له یادې موسسې سره شریک کړي  ترڅو دوی په هغه سفر کې چې ژر به یې د بادغیس ولایت د سروې لپاره  سفر وکړي  خپلې پروژې د همدغو لومړیتوبونو سره سمې په پام کې ونیسي.

 نیټه: ۱۴۴۶/۳/۲۹ هــ ق 
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره

news image

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .