د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د OCHR مؤسسې په ملاتړ، د یاد ولایت په ناړې ولسوالۍ کې د ورستیو جګړو له امله ۱۰۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې بېځایه شوې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
