د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه
کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې ځای پر ځای شوي وې, له سروې وروسته هرې کورنۍ ته 184 کیلو اوړه, 18.20 کیلو غوړي, 25 کیلو دال نخود, 210 کیلو بسکیټ, 2 کیلو مالګه او 15 کیلو د ښځینه تقویه مواد ووېشل.
د یادونې وړ ده چې یاد شمېر کورنیو ته د UNICEF موسسې لخوا 1 هایجن کیټ, 7 کلچې صابون, 2 د ابو ډبې, 1 د لاس وینځلو لارښود, او همدارنګه د SCI موسسې لخوا یادو کورنیو ته 1 د کورني اجناسو کیټ, 1 د ماشومانو د لباسوکیټ, 1 بنډل پړۍ او د ماشومانو او لویانو لپاره یې کمپلې او څادرونه ووېشل.