د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۸ مستحقو کورنيو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې نړیوالې (IRW) موسيسي ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخي، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په سپين بولدک او تخته پل ولسوالیو کې ۵۶۸ مستحقو کورنيو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هري کورني ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کيلو اوړه، ۱۰ کيلو وريجي، ۸ لیټره غوړي، ۲۰ پاکټه آش، ۷ کيلو دال نخود، ۵ کيلو لوبیا او ۳ کيلو خرما وويشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
