د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په همغږۍ او د Save the Children او DRC همکارو مؤسسې په مالي ملاتړ، د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله ۲۳۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، ۷۸ کورنیو ته د یاد ریاست له لوري هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۲ څراغونه او ۲ صندوقونه ووېشل شول. همدارنګه، هغو ۹ کورنیو ته چې ډېر زیانمنې شوې وې، د یادو مرستو سربېره هرې کورنۍ ته یوه خیمه هم ورکړل شوه.
همدارنګه په نغدي مرستو کې، ۱۵۴ کورنیو ته د Save the Children مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۵۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، او له همدې ۱۵۴ کورنیو څخه ۱۱۲ کورنیو ته په پورتنیو نغدي مرستو سربېره د DRC مؤسسې له خوا هرې کورنۍ ته ۱۰۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیونه او پنځه څلوېښت زره او څلور سوه (۲,۰۴۵,۴۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یادو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او له اړوندو مسؤلینو او له همکارو بنسټونو څخه یې د دوی ستونزو ته د رسېدنې له امله مننه وکړه او همدارنګه یې د مرستو د دوام او زیاتوالي غوښتنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
