د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي, خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۲۲:۵۲
تصویر خبر

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو او شکر دره ولسوالۍ کې د وروستیو واورو او بارانونو له امله ۱۱۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي, خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
دغه ریاست د نه آنلوس موسسې په همکارۍ, له یاد شمېر کورنیو څخه ۸۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته د کابل ښار په نهمه ناحیه کې, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د یادې موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې هرې کورنۍ ته د دویم قسط ۱۰۰ ډالر او په مجموع کې ۸۰۰۰ ډالر ووېشل.

ورته مهال, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د واورو او بارانون له امله ۱۶ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه, ۵۰ کیلو غنم, ۲۵ کیلو وریجې, ۳ بستې چپس ۳ لیټره غوړي, ۷ بستې سجي اوړه او ۱ کارټن مګي آش ووېشل.

همدارنګه, د یاد ریاست له لوري د کابل ښار په ۴, ۹, ۱۲ او ۱۴ ناحیه کې ۲۰ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم, ۲۵ کیلو وریجې, ۱ بورۍ مکروني, ۱ بسته ژمني توکي, ۲ تختې کمپلې, ۵ جوړه جامې او ۲ جوړه بوټونه ووېشل شول.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د نیمروز ولایت والي په پل ابریشم کې د را ایستل شویو کډوالو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

نن د چهارشنبې په مازدیګر، د نیمروز ولایت والي، مولوي شیخ محمد قاسم، په پل ابریشم صفري نقطه کې د هغو کډوالو لپاره له جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه، چې په اجباري توګه له ایران څخه را. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۱۸
Background image

په هرات ولایت کې د نویو راستنېدونکو کډوالو لپاره لیږد او رسېدنه ترسره شوه

 نویو کډوالو ته د رسېدنې د لړۍپه دوام او د ملي او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر بنسټ، د افغانستان له ماشومانو د ساتنې دفتر (CACO) د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د زیانمنو سیمو د پاک کارۍ چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست، د چک ولسوالۍ د بېکسمند حوزې په سیمه کې ۳۵ کیلومتره سړک، سربندونه، ویالې او کاریزونه چې څه موده وړاندې د ویجاړوونکو سېلابونو له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .