په هرات ولایت کې د نویو راستنېدونکو کډوالو لپاره لیږد او رسېدنه ترسره شوه

نویو کډوالو ته د رسېدنې د لړۍپه دوام او د ملي او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر بنسټ، د افغانستان له ماشومانو د ساتنې دفتر (CACO) د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د روان کال د سرطان په ۱۵ مه نېټه په دې ولایت کې بشردوستانه اقدامات پلي کړل.
د یادونې وړ ده، چې د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دې بشردوستانه کړنو کې، ۱۲۸ نوي راستنېدونکي کډوال چې د اسلام قلعه پولې له لارې هېواد ته داخل شوي وو، د هرات ښار ته و لیږدول.
پر لېږد سربېره، هر کډوال ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۵۰۰ افغانۍ نغدي پیسې هم ووېشل شوې.
همدارنګه، د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لرونکو کورنیو لپاره، د روغتیا کیټونه چې د وچو شیدو، د شیدو ورکولو بوتلونه، د ښځو او ماشومانو لپاره د حفظ الصحې نوار، د زیږون وروسته حفظ الصحې نوار، د ماشوم پوډر، نمجن دستمال، ماسک، کیک او د څښاک اوبه پکې شاملې وې چمتو او ووېشل شول.
دا لړۍ د CACO دفتر او د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ترمنځ په نیږدې همکارۍ او همغږۍ سره پرته له کومې ستونزې په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/١/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره