د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کوچیانو او راستنېدونکو ۳۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي اوغیر خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پیښو سره د مبازرې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د کلکان ولسوالۍ په زمې او مشواڼۍ تپې کليو او د بګرامۍ ولسوالۍ په ګوسفندرې او منجي ډاګ کليو کې د وروستیو بارانونو له امله د کوچیانو او راستنېدونکو ۳۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړ کې هرې کورنۍ ته، د مسؤلینو په شتون کې، یو باب خېمه، یو پایه تجیر، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یوه بورۍ ۱۲.۵ کیلویي وریجې، یو روغتیایي کېټ، ۳ عدده څراغونه، ۳۰ عدده قلمي بطرۍ، ۵۰ پاکټه د اوبو تصفیې ټابلیټ او ۳ عدد پلاستیکي صندقونه ووېشل شول.
د یادولو وړده چې د مرستې توکي د دې ریاست له ګدام څخه په نقلیه وسایطو کی یادی سیمی ته ولېږدول شول او همدارنګه د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلین هڅه کوي چې زیانمنو کورنیو ته پروخت رسېدنه وکړي او ور سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
