د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست يوې زيانمنې کورنۍ ته بیړنۍ مرسته ووېشله
د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ رياست د یاد ولایت د علینګار ولسوالۍ د سنګر درې په ميرګل قلعه کلي کې یوې زیانمنې کورنۍ ته د غرښویېدنې له امله یې یوه ۱۱ کلنه ماشومه له لاسه ورکړې وه بیړنۍ مرسته ووېشله. له هغې کورنۍ سره عاجله مرسته ترسره شوه، چې تېره پنجشنبه يې د غر ښوېدنې په پېښه کې خپله ۱۱ کلنه ماشومه له لاسه ورکړې وه.
یادې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲۰ زره افغانۍ نغدي پیسې، ۱۰۰ کيلو اوړه، ۱۰ کيلو بوره، ۱ کيلو چای، ۱ د يونيسف د پخلنځي کيټ، ۱ د ژمنيو البسو کيټ او ۲ تختې کمپلې ووېشل شوې.
د یاد ریاست مسؤلین ډاډ ورکوي چې د طبيعي پېښو له امله د زيانمنو شویو کورنيو سره به د اړتيا وړ مرستې پر وخت ترسره کوي او د هغوی لاسنيوی به جاري ساتي.
بلخوا، يادې کورنۍ د ترلاسه شویو مرستو له امله خوښي څرګنده کړه او دا مرسته یې د خپلو بیړنیو اړتياوو د پوره کولو لپاره مهمه وبلله.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
