د هرات ولایت زلزلې د وروستیو تلفاتو، زیانونو او ترسره شویو اقداماتو په اړه د الحاج ملا جانان سایق پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند د بیانیې متن

کابل- د تلې ۱۷مه-۱۴۰۲
د لوی خدای په نامه ګرانو ګډونوالو، د رسنیو استازو او خبریالانو ته سلامونه وړاندې کوم په دې غونډه کې زموږ د شتون موخه دا ده چې د دغې پېښې له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو او په دې برخه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د کړنو په اړه معلومات وړاندې کړو.
تر هرڅه مخکې د هرات ولایت د مرګونې پېښې د شهیدانو روح ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او د شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایم.
ګرانو هیوادوالو!
لکه څرنګه چې تاسې په جریان کې یاست، له بده مرغه په هرات ولایت کې زلزلې یو ځل بیا د هېواد خلک د ویر او ماتم په ټغر کېنول، ګرانو هېوادوالو، د هېواد لوېدیځه برخه د یوې زورورې زلزلې شاهده وه، چې له بده مرغه درانه ځاني او مالي زیانونه یې واړول.
د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې په ۱۵مه د سهار شاوخوا ۱۱ بجې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې او ۱۰ کیلومتره د ځمکې لاندې وه او څو پس لرزې یې هم درلودې چې د فراه او بادغیس ولایتونه یې هم ولړزول.
درنو خبریالانو! له دې امله چې د دغې زلزلې ژورتيا ډېره کمه وه او د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو کورونو د دې زلزلې د زغملو توان نه درلود او له بده مرغه ډېر ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.
د دغې پېښې له امله تر اوسه پورې د لومړنیو شمېرو له مخې چې موږ ته رسېدلي دي، په مجموعي ډول له بده مرغه له ۴۰۰۰ زره څخه زیات کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
له بده مرغه د راپورونو له مخې په دغو ۲۰ کلیو کې ۱۹۸۳ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
ګرانو هېوادوالو، د دغې پېښې له رامنځته کېدو راهيسې مو د دغې پېښې د قربانيانو د درملنې په موخه خپلې ټولې هڅې کړې دي او پر بنسټ يې د ملي او نړيوالو بنسټونو په ګډون له بېلابېلو بنسټونو څخه ۳۵ د لټون او ژغورنې ټيمونه جوړ شوي چې تر ۱۰۰۰ زیات کسان په دغو ټیمونو کې شامل دي او سيمې ته لېږدول شوي. همدارنګه د نایب رافی او سیاآب په کلیو کې خلک د عملیاتو په لړ کې تر خرابو لاندې بند پاتې دي او د ماشینریو په مرسته یې د راویستلو کار روان دی او د سیمې خلک هم په دې برخه کې مرسته کوي او ورسره په سیمه کې د لټون او ژغورنې عملیاتو سره هم مهاله په زیانمنې سیمه کې د رسېدنې لړۍ هم روانه ده.
په زنده جان ولسوالۍ کې د زیانمنو خلکو لپاره د څښاک اوبه، خواړه او د خیمو لنډمهاله سرپناوې چمتو شوي او سیمې ته انتقال شوي.
ګرانو هېوادوالو، د پېښې د زورورتيا له امله په سيمه کې لا هم د پلټنې او ژغورنې عمليات روان دي، چې د ګډو ټيمونو په هلو ځلو د شهيدانو د وارثانو او ټپيانو کورنۍ ښار ته انتقال شوې دي. په ورته وخت کې له ګاونډي هېواد ایران څخه یو تخنیکي ټیم په سیمه کې له خپلو امکاناتو سره موجود دی.
په ورته وخت کې تېره ورځ، په ارګ کې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء په مشرۍ یوه فوق العاده غونډه ترسره شوه چې پر اساس یې د یو شمېر وزارتونو لکه: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د عامې روغتیا وزارت، د کلیو پراختیا وزارت او د افغانی سرې میاشتې ټولنې په غړیتوب سره یو کمېسیون جوړ شو او همدارنګه د ریاست الوزراء مقام (100,000,000) سل میلیونه افغانۍ هم په فوق العاده ډول د دغې پېښې زیانمنو ته ځانګړې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د پېښې په سیمه کې شتون لري او د امیر المومنین شیخ ملا هیبت الله حفظه الله لخوا هم یو پلاوی سیمې ته لېږدول شوې او د شهیدانو روح او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا لپاره له دعا څخه وروسته یې زیانمنو ته ژمنه ورکړې چې له دوۍ سره به هر ډول مرسته کوي او د دوۍ ټولې اړتیاوې به پوره کړي.
د بشرپالنې د احساس له مخې له دې وروسته چې د دې غمېزې ژورتیا معلومه شوه، بې له ځنډه د چین، جاپان، ایران، پاکستان هیوادونو، اروپایي ټولنې او د نړۍ روغتیایي سازمانونو د نغدي، خوراکي، غیرخوراکي او روغتیایي مرستو ژمنه کړې چې له دې جملې د ایران او ترکیه هیوادونو مرستې هرات ته رسېدلي.
همدارنګه د خیریه بنسټونو، د هیواد ملي سوداګرو، د پاکستان هېواد محدود تعداد شخصیتونو لخوا په مجموعي ډول 31 میلیونه او 350 زره افغانۍ 31,350,000 او دوه سوه میلیونه افغانۍ (200,000,000) د عزیزي بنسټ لخوا ژمنه شوې ده.
ورته مهال د خوست، قندهار، پکتیا، نیمروز، ننګرهار، وردګ او فراه ولایتونو پېښو سره د مبارزې ریاستونو لخوا د یاد ولایتونو اوسېدونکو سره په همغږي اعلان کړی چې نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې به هرات ولایت ته ولېژي.
همدارنګه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست ته لارښوونه کړې ترڅو د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون غړو بنسټونو او موسسو سره چې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي د هغوۍ سره په همغږي د دې پېښې له امله زیانمنو ته رسېدنه وکړي.