د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په کنګ ولسوالۍ کې ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره او نیم کیلو چای ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
