د نيمروز ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست اداري غونډه تر سره سوه
زرنج، د ربيع الثاني ۲۲ مه / د لړم ۲۶ مه
د نيمروز ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست اداري غونډه د ياد رياست د رئيس مولوي محمد قاسم "محمد" په مشرۍ ترسره سوه.
په پیل کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي محمد قاسم "محمد" ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د مرستو د سروې او وېش په اړه یې د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت نوي لارښوونې تشریح کړې.
هغه زیاته کړه، له بې وزلو خلکو سره د مرستې لپاره د سوداګرو، خیریه بنسټونو او همکارو موسساتو همکاري غواړو.
د نيمروز ولايت له طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د سروې او زيانمنو سويو کسانو ته د مرستو د وېش په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او په کاري بهير کې دې هيڅ ډول غفلت ونه سي.