د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سختو بارانونو له امله ۷۰ نفرو بېځایه شویو ته تیار پاخه شوي خواړه ووېشل
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند په اوله ناحیه کې د وروستیو سختو بارانونو له امله ۷۰ بېځایه شویو نفرو ته، چې په دې ناحیه کې شته فوټبال سټیډیوم ته د لنډ تېرولو لپاره انتقال شوي وو، تیار پاخه شوي خواړه ووېشل.
دا مرسته د بېځایه شویو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه په منظم او همغږي ډول ترسره شوه، او ټاکل شوې ده چې د اړتیا پر بنسټ به ورته نورې مرستې هم برابرې شي.
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست پیښځپلو ډاډ ورکوي چې د زیانمنو او بېځایه شویو کورنیو ملاتړ ته به دوام ورکوي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
