د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په برکي برک, خروار, آزره, څرخ او محمد آغه ولسوالیو کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۱۲۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۸,۰۵۰ افغانۍ, جاکټ, بوټونه, پټو او دستکشونه ووېشل شول, چې ټولټال ۲,۲۳۸,۲۰۰ (۲ میلیونه, ۲۳۸ زره او ۲۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او موسسې څخه مننه او قدرداني وکړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره