د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او خنثی شو
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د ( EOD-01) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د ویاند کلي په یوه سیمه کې له تېرو جګړو پاتې شوی ۱ عدد ( FAB ) ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول یې خنثی کړ.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هر ډول ناچاوده، چاودېدونکو او شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې دې له لاس وروړلو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوندو امنیتي او مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.
