د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشري مرستو خیریه مؤسسې (OHW) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړهلیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سرکاڼو، شلتن، ناړۍ او منورې ولسوالیو کې د وروستیو جګړو او سیلابونو له امله ۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۱۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د ټولو ۳۵۰ کورنیو لپاره په ټولیز ډول درې میلیونه او نه لکه او شل زره (۳٫۹۲۰٫۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست او د بشري مرستو خیریه مؤسسې (OHW) څخه د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.
