د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د OCHR دفتر ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد دفتر په ملاتړ، د دې ولایت په قیصار، المار او قرمقول ولسوالیو کې ۱۸۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو نخود او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
